د مقالې اصلي محتوا

خلاصه

دغه څېړنه چې د ماشومانو په ذهني وده او تحول کې د لوبو رول روښانه کوي، یوه توصیفي ـ کارېدونکې څېړنه ده. د څېړنې موخه دا ده، چې څرګنده شي د لوبو په واسطه څنګه کولای شو د ماشوم ذهني ودې ته تر ممکنه لوړې کچې پورې پراختیا ورکړو او کومې لوبې د ماشوم د ښې ذهني ودې سبب ګرځي. د څېړنې موخو ته د رسېدو لپاره پوښتنې مطرح شوي او پر وده د لوبو د اغېزو په هکله د مختلفو څېړنو له تحلیل وروسته ورته ځواب موندل شوی دی. د څېړنې پایلې ښیي، چې مناسب بدني فعالیت او لوبې له شناختي جریانونو او ذهني ودې سره مرسته کوي، د منفي عواطفو د کموالي سبب کېږي، د مغز په روغ ساتلو کې اغېزمنې تمامېږي او د طبیعي ودې د تکامل تر څنګ هغه نوره هم ګړندۍ کوي.

کلیدي ټکي

ماشوم ذهني وده لوبې بدني فعالیتونه ذهني کړنې

د مقالې جزئیات

څنګه استناد وکړو
کلیوال ا. (2025). د ماشومانو په ذهني وده او تحول کې د بدني او تخیلي لوبو رول. د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي - څېړنیزه مجله, 4(1), 141–156. https://doi.org/10.62810/jss.v4i1.148
د ارجاع داونلوډ
Endnote/Zotero/Mendeley (RIS)
BibTeX