د لیکوال مسؤولیت
لیکوال د ادبي غلا او نورو ستونزو لپاره په بشپړه توګه مسؤول دی. خپرندوی د ادبي غلا، شکایتونو او قانوني اقداماتو مسؤولیت نه لري. د ادبي غلا، ناقانونه او سپکوونکو لیکنو مسؤولیت د لیکوال پر غاړه دی.
لیکوال باید یو شان یا ورته آثار یوازې یو ځل وړاندې کړي. همدارنګه، لیکوال نشي کولای مخکې خپور شوی اثر بیا د خپراوي لپاره وړاندې کړي. د ځانګړو علمي مقالو یا آثارو لکه کلینیکي لارښوونو او د آثارو ژباړې خپرول هغه وخت د یو څخه په زیاتو مجلو کې د منلو وړ دي ، کله چې د ټاکل شویو ځانګړو شرایطو سره برابر وي.
لیکوال باید د خپلې څیړنې په اړه یو لنډ او سپړلی راپور او د هغې د اهمیت په اړه یوه روښانه تشریح وړاندې کړي.
لیکوال باید په صادقانه توګه خپل څیړنیز معلومات راټول او تفسیر یې کړي. خپرندوی، د کتنپلاوي غړي، تقریظ ورکونکي او لوستونکي کولای شي له لیکوال څخه وغواړي چې د بیاکتنې او سمون په بهیر کې د آسانتیا رامنځته کولو او عامه لاسرسي لپاره د خپلې څیړنې اړوند خام یا کارول شوي معلومات د دوی په واک کې ورکړي. که امکان ولري، لیکوال باید دا ډول معلومات له ځان سره وساتي، ځکه چې ممکن د اثر له خپریدو وروسته پکار شي.
لیکوال باید د اثر ریښتینولي تضمین کړي. که لیکوال د نورو خلکو د آثارو برخې په خپل اثر کې شاملوي، نو باید د هغې سرچینې په دقیق ډول یادونه وکړي. ادبي غلا په هر ډول او طریقه چې ترسره شي، یو غیر اخلاقي او د منلو چاره ګڼل کیږي.
لیکوال باید په روښانه ډول د ټولو هغو سرچینو یادونه وکړي چې په خپل څیړنیز اثر کې یې کارولي دي، او همدارنګه د هر ډول ګټو د تضاد یادونه هم وکړي.
لیکوال باید د ټولو هغو کسانو نومونه واخلي چې د هغه د علمي اثر په بشپړولو کې یې مرسته او همکاري کړې ده. هغه کسان چې د لیکوال په څیړنیز اثر کې په ارزښتناکه توګه ونډه اخیستې ده، باید د لیکوال د همکارانو په توګه یاد شي. لیکوال باید ډاډ ورکړي چې د هغه ټولو همکارانو د اثر وروستۍ نسخه تایید کړې او د هغې په خپرولو کې موافق وو.