د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي- څیړنیزه مجله د ټولنیزو علومو، ښکلو هنرونو، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، ادارې او عامه پالیسۍ، ارتباطاتو او ژورنالیزم، کورنیو او بهرنیو ژبو او ادبیاتو، شرعیاتو او روانپوهنې په برخو کې فعالیت لري. دا مجله د ټولو هغو پوهنځیو څخه چې د ټولنیزو علومو په ساحه پورې اړه لري، معیاري او علمي مقالې مني.